د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیائو یونګ د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت له سرپرست امیرخان متقي څخه غوښتي چې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي. د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې د ځای او وخت یادونه نه ده شوې، خو ټاکل شوې چې دا غونډه په ترکمنستان کې جوړه شي. د چین ځانګړي استازي ترکمنستان ته د خپل سفر پرمهال د دې هیواد د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال