اسراییلي پوځ د غزې تړانګې په شمال کې وروستي پاتې روغتون او شاه او خوا ودانیو باندې برید کړی، چې پایله کې یې پنځوس کسان وژل شوي دي. د راپورونو له مخې، د کمال عدوان روغتون اسراییلي پوځ په خپله ولکه کې اخیستی. د غزې روغتیا وزارت وايي، اسراییلي ځواکونو د کمال عدوان روغتون ودانۍ سوځولې او د برېښنا ټول جنراتورونه یې ویجاړ کړي دي. یاد وزارت وایي: له روغتون سره یې اړیکه پرې شوي او د روغتون په څو څانګو کې یې د اور لمبو خبرونه ترلاسه کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې روغتون