د طالبانو د زندانونو چارو د تنظیم ادارې رییس احمد یوسف مستري وايي، چې د زرو ښځو په ګډون د دې ډلې په زندانونو کې ۱۱ زره تنه بندیان دي. نوموړي نن یکشنبه، ۱۱ د وږي، د یوه خبري کانفرانس پرمهال وویل، چې د زندانیانو ترمنځ شاوخوا ۷۰۰ تنه کم عمره کسان هم شته دي. مستري زیاته کړه، چې له ۱۰ زره څخه تر ۱۲ زرو تنو پورې په توقیف کې دي او لاهم محکوم شوي نه دي او د محکمې پرېکړې ته منتظر دي. د طالبانو په زندانونو کې د وهلو-ټکولو او شکنجې په اړه راپورونه ورکول کېږي،