په هرات ولایت کې د «ودان» موسسې په مرسته د ښځو د لاسي صنایعو څلور ورځنی نندارتون جوړ شو. د لويديځ زون د ښځوسوداګرۍ او صنايعو خونې مشرې بهناز سلجوقي د وږي په ٢٧مه، ویلي چې دغه نندارتون به په هرات کې د ښځو په پيژندلو او بازار موندنې او همداراز د سوداګرۍ په برخه کې د ښځو په پياوړتيا کې مرسته وکړي. په دغه نندارتون کې ۱۲۰ سوداګرو ښځو خپل لاسي صنایع نندارې ته ایښي دي. سوداګرو میرمنو ویلي چې د دې نندارتونونو جوړېل د دوی د محصولاتو د پلور په وده کې مرسته کولی شي. په دغه