په داسې حال کې چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې له پیله تر ۱۰۰ زیاتې ورځې تېرې شوې، ملګري ملتونه وايي چې په دې موده کې د دوی کارکوونکو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د سېشنبې ورځ، جنورۍ په ۱۶مه پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې د ملګرو ملتونو سازمان په تاریخ کې د خپلو کارکوونکو د مړینې تر ټولو ستر تلفات ثبت کړي دي. د هغه په وینا، د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې، د دغه سازمان لږترلږه