د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د چین ولسمشر شي جنپینګ په بیجینګ کې د طالبانو د سفیر باورلیک منلی دی. د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي سهشنبه د سلواغې پر ۱۰مه په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې په بیجینګ کې د طالبانو د لوی سفیر او فوقالعاده استازي په توګه د بلال کریمي باورلیک منل شوی دی. د نوموړي په خبره، کریمي د دغو تشریفاتو مراسمو په ترڅ کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګيي سره هم لیدلي دي. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې بلال کریمي خپل باورلیک د