پېژندل شوی افغان ډایرکټر عبدالرشید عظیمی ایران ته له کډوال کېدو وروسته، ګاریګرۍ ته مخه کړې ده. په ټولنیزو رسینو کې ځينو سینمايي څېرو او فرهنګي فعالانو نن شنبه د سلواغې پر ۱۴مه داسې انځورونه خپاره کړي چې نوموړی په کومه ودانۍ کې پر سنګکارۍ بوخت ښيي. ځينو سینمايي څېرو د دغه افغان ډایرکټر د انځورونو په خپرولو، د دې چارې لامل اقتصادي ستونزې یادې کړې دي. له دې وړاندې هم دغه افغان ډایرکټر د اقتصادي ستونزو له کبله خپل سینمايي توکي لیلام کړي و. تر اوسه عظیمي له ۳۲ ډېرو لنډو سینمايي فلمونو، مستندونو او د ټلویزیوني سریالانو