د افغانستان لپاره د اسټرالیا موقت ماموریت چې له دوحې خپلې چارې مخته وړي وايي، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو له لوري د مېرمنو او نجونو په خپلسري نیولو ډېر اندېښمن دي. د افغانستان لپاره د اسټرالیا موقت ماموریت د سېشنبې ورځ، سلواغې پر ۱۷مه په خپلې اېکس پاڼه کې لیکلي چې د افغان مېرمنو اساسي حقونو ته باید درناوی وشي. دغې ادارې په خپلې پاڼه کې لیکلي دي: «موږ د هغو راپورونو په اړه چې طالبان د حجاب د نه مراعاتولو په خاطر ښځې او نجونې نیسي، سخت اندېښمن یو چې د دغې ډلې له