د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي چې لا هم د افغانستان په یو شمېر بانکونو کې د نغدینګۍ ستونزه شته. ملا برادر دا څرګندونې یکشنبه د سلواغې پر ۲۲مه په کابل کې د «اقتصادي عالي شورا مشرتابه، مالي ثبات کمېټې او د مجوزو بانکونو سهمدارانو» غونډې ته کړې دي. د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیالۍ مطبوعاتي دفتر د عبدالغني برادر په حواله، د «افغانستان په بیارغونه او پرمختګ» کې د بانکي سکټور رول مهم بللی؛ خو ویلي دي: «په یو یا دوو بانکونو کې د نغدینګۍ ستونزه لا هم په بشپړ ډول حل شوې نه