د تخار په دشتقلعه ولسوالۍ کې سرچینې وايي چې د دغې ولسوالۍ په سیند کې یې د دوو ماشومانو مړي موندلي دي. د سرچینو په خبره، د دغو ماشومانو مړي پنجشنبه د سلواغې پر ۲۶مه له غرمې وروسته د دشتقلعه ولسوالۍ په ایخانم سیمه کې له اوبو راویستل شوي دي. دا ماشومان محمدطیب او احمدبلال نومېدل چې ۱۲ کاله او نهه کاله عمر یې لاره او د دغې ولسوالۍ د توحیداباد کلي اوسېدونکي و. د دغو ماشومانو مړي د دشتقلعه ولسوالۍ په روغتون کې دي. سیمه کې ځايي طالب چارواکو په دې اړه څه ویلي نه دي. له دې