د روسیې ځانګړي استازي په دوحه کې د افغان مدني ټولنې په ناسته کې له ګډونه ډډه کړې ده. په کابل کې د روسیې سفارت دوشنبه د سلواغې پر ۳۰مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې دا پرېکړه یې د طالبانو په غوښتنه کړې ده. د دغه سفارت په خبره، د افغان مدني ټولنې استازي په «غیرشفاف» او د طالبانو له تایید پرته ټاکل شوي دي. روسیې د د دوحې غونډې په تړاو د طالبانو دریځ «مستند او منطقي» بللی دی. د دوحې غونډه پرون د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتوني ګوتیرش په کوربتوب پیل شوه او نن