د ملګرو ملتونو د خوړو نړيۍوال پروګرام (WFP) ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ۲.۳ میلیونه امیندواره مېرمنې پر خوارځواکۍ اخته شوي دي. د خوړو نړۍوال پروګرام شنبه، د کب پر ۵مه په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي چې په افغانستان کې ډېری خلک د خوړلو لپاره کافي خواړه نه لري. دغه بنسټ لیکلي: «د افغانستان ډېری خلک نه یوازې دا چې نه شي کولای قوي خواړه وخوري؛ بلکې د خوړلو لپاره کافي خواړه هم نه لري.» دوه ورځې وړاندې د خوړو نړۍوال پروګرام یو راپور خپور کړ چې پهکې ویل شوي وو، یوازې د بامیان