په داسې حال کې چې له دوو کالو ډېره موده کېږي له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځيو او پوهنتونونو راګرځول شوې دي؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېرمحمد عباس ستانکزی ویلي چې هېڅ هېواد له عصري زدهکړو پرته ځان بسیاینې ته نه شي رسېدلی. ستانکزي پنجشنبه د کب پر ۳مه له یوې دیني مدرسې د نږدې ۱۰۰ نجونو فراغت غونډې ته په خبرو کې ویلي چې هېڅ ملک بې له علمه پرمختګ نه شي کولای. نوموړي زیاته کړې: «زه یو ځل بیا وایم چې د علم دروازې دې نه تړل کېږي او په دې کې