په کراچۍ کې د طالبانو قونسلګرۍ ویلي چې د پاکستان له بندخونو ۴۰ افغانان ازاد شوي دي. د پاکستان په کراچۍ کې د طالبانو قونسلګرۍ یکشنبه د کب پر ۱۳مه په خپله ایکسپاڼه کې یو پیغام کې لیکلي چې په دې ډله کې ښځې هم دي. د خبرپاڼې په حواله، دا افغانان د کراچۍ له زندانونو ازاد شوي دي. یادې قونسلګرۍ زیاته کړې چې په څه باندې یو کال کې د پاکستان له زندانونو د ښځو او ماشومانو په ګډون درې زره او ۲۶۱ افغان بندیان ازاد او هېواد ته لېږل شوي دي. د روان کال په جدي میاشت