په فراه کې سیمهییزو سرچینو په دغه ولایت کې د یوه ځوان د ځانوژنې خبر ورکړی دی. دغه پېښه جمعه د کب پر ١٨مه د «پرچمن» ولسوالۍ په «تحت پرچمن» کلي کې رامنځته شوې ده. دا ځوان محمد داود نومېده او ۲۱ کاله عمر یې لرلو. محمد داود خپل کور د رسۍ په کارولو سره ځان ځړولی دی. تر اوسه د دې ځانوژنې انګیزه نه ده معلومه. لوږه، اقتصادي ستونزې، بېکاري او کورنۍ ستونزې د ځانوژنې پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي. سېشنبه د کب پر ۱۵مه د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ په شرفالدین خېلو کلي کې یوه