پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي چې په ټول هېواد کې د تېرو څه باندې درېیو اوونیو د واورې او باران ورښت له کبله ۶۰ کسان مړه شوي دي. د نوموړي وزارت ویاند ملا جانان سایق چهارشنبه د کب پر ۲۳مه په یوې خپرې کړې ویډيو کې ویلي چې په دې موده کې ۲۳ کسان ټپيان شوي هم دي. هغه زیاته کړې چې یو زر او ۶۰۰ کورونه په بشپړه یا کمه توګه ویجاړ شوي او ۱۷۷ زره او ۹۱۱ کورني څاروي له منځه تللي دي. د نوموړي په خبره، دغه وزارت له نړیوالو