د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې کرښې ته څېرمه د افغانستان په خاوره کې دننه یې د اطلاعاتو پر بنسټ «د اورپکۍ ضد عملیات» ترسره کړي دي. نوموړي وزارت په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا عملیات یې دوشنبه د کب پر ۲۸مه سهار مهال کړي دي. د خبرپاڼې په حواله، د دغو عملیاتو موخه د حافظ ګل بهادر پورې اړوند جنګیالي و چې له ټيټيپي سره په ګډه د پاکستان په دننه کې د څو بریدونو مسوول دی. دغه وزارت زیاته کړې چې اسلاماباد په تېرو دوو کالو کې په وار وار په افغانستان کې