ځايي سرچينې په لوګر ولايت کې د طالب جنګیالیو له لوري د تېر حکومت د يوه افسر د وژل کېدو خبر ورکوي. یوې سرچینې یکشنبه د وري پر ۵مه منلې چې دغه پخوانی افسر «ډګروال طاووس» نومېده او دوه ورځې دمخه په محمداغې ولسوالۍ کې وژل شوی دی. د سرچينې په خبره، دا پخوانى افسر په داسې حال کې چې په خپل پټي کې پر کرونده بوخت و، طالب جنګیالیو لومړى هغه ته سپکاوى کړى او بيا يې وژلى دى. طاووس د تېر حکومت د «دفاع وزارت د تکنالوژۍ او لوژستیکي تأمیناتو په معینیت» کې دنده لرله. طالبانو تر