نوموتې ترکۍ – بریتانوۍ لیکوالۍ الیف شافاک د طالبانو د مشر هغو څرګندونو ته چې په عام محضر کې یې د ښځو پر سنګسارولو ټينګار کړی، په غبرګون کې ویلي چې دا ډله له ښځو بېزاره ده. شافاک پنجشنبه د وري پر ۹مه په خپله انسټاګرام پاڼه کې لیکلي چې طالبان د ټولنې ګوټ ګوټ ته له ښځو سره سیسټماتیکه کرکه خپروي. نوموړې ټينګار کړی چې افغان مېرمنې دې یوازې نه پرېښودل کېږي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر څو ورځې وړاندې یو ځل بیا پر هغه څه چې نوموړی یې «د شرعي حدودو تطبیق»