سیمهییزې سرچینې د پکتیا د حوزوي روغتون د ډاکترانو او کارکوونکو له کاربندیزه خبر ورکړی دی. په دغه ولایت کې سرچینې سهشنبه د وري پر ۱۴مه وايي چې دغو کسانو له درې میاشتو راهیسې معاش نه دی اخیستی او په خبره یې، له همدې کبله یې اعتصاب کړی دی. د سرچینو د معلوماتو له مخې، د روغتون کارکوونکو خبرداری ورکړی تر هغو چې معاشونه یې ورنه کړل شي یا په دې برخه کې څرګند پیغام ترلاسه نه کړي، خپل کاربندیز ته به دوام ورکړي. څه موده وړاندې د غزني حوزوي روغتون کارکوونکو او ډاکترانو هم په معاشونو کې د