په فاریاب کې سیمهییزې سرچینو په دغه ولایت کې د طالبانو له لوري د پخواني حکومت د دوو پوځيانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی. سرچینې وايي چې دا کسان معروف عطايي او صبغتالله عطايي نومېږي او شنبه د وري پر ۱۸مه د فاریاب په کوهستان ولسوالۍ کې نیول شوي او تر اوسه یې درک نه شته. تر اوسه د دغو کسانو د نیول کېدو لامل څرګند نه دی. تر دې دمه په فاریاب کې ځايي طالب چارواکو څه ویلي نه دي. د طالبانو له خوا د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو نیول کېدل او لادرکه کېدل تازه خبره