ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت د کامې او ګوشتې ولسوالیو ترمنځ سیمه کې یو کس دوه طالب نظامیان په ډزو وژلي دي. یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې دغه پېښه تېر ماښام دوشنبه، ۳۰ د تلې، ناوخته د کامې او ګوشتې ولسوالیو ترمنځ «سنګر سرای» قرېې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده. د سرچینې د معلوماتو پر اساس په یاده سیمه کې یو کس پر دوو طالب سرتیرو چې په موټر سایکل سپاره وو، ډزې کړي او دواړه یې ځای پر ځای وژلي دي. سرچینه زیاتوي له پېښې وروسته یاد