د سمنګان ولایت سیمهییزې سرچینې په مرموز ډول د یو ځوان د وژل کېدو خبر ورکوي. سرچينې منلې چې دا ځوان د ايبک ښار د «دره زندان» په کلي کې وژل شوی دی. دا ځوان نصيراحمد نومېده او د چړې پر ګوزارونو وژل شوی. د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، نصيراحمد «ازاد کاروبار» کاوه. د سمنګان ولايت د طالبانو امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر هم دا پېښه منلې ده. تر اوسه د دې ځوان د وژنې لامل او عاملان نه دي په ګوته شوي. پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول په