په کابل کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویلي چې په دغه ښار کې د نن ماښام چاودنې یو کس وژلی او درې نور یې ژوبل کړي دي. د نوموړې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ شنبه د غويي پر لومړۍ ویلي چې چاودنه د کابل ښار درېیمې امنیتي حوزې اړوند په مېرویس مېدان سیمه کې پر یو مارسډیز موټر کې د ځای پر ځای شوي چسپکي ماین له کبله رامنځته شوې ده. د ځدراڼ په خبره، لومړني معلومات ښيي چې په چاودنه کې موټر چلوونکی وژل شوی او درې نور عام کسان ټپیان شوي دي. نوموړی زیاتوي چې طالب پولیس د