د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي چې په افغانستان کې د ۱۲.۳ میلیونه ماشومانو په ګډون ۲۳.۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. یونیسف د افغانستان په هکله د مارچ میاشتې خپل راپور یکشنبه د غويي پر ۹مه خپور کړی دی. په دغه راپور کې راغلي چې د اوږدې جګړې اغېزې، اقلیمي بدلون، اقتصادي رکود او د بېکارۍ زیاتوالی په هېواد کې د بېوزلۍ د زیاتوالي په تېره بیا د ماشومانو ترمنځ لوی لاملونه دي. یونیسف زیاته کړې ده: «د روان کال د مارچ ۲۹مې او ۳۰مې په ټول هېواد کې د قوي ورښتونو له