په کندهار کې سیمهییزې سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې دوه ځوانې نجونې په اوبو کې ډوبې شوې او ژوند یې بایللی دی. سرچینو ورځپاڼې ته منلې چې دا پېښه دوشنبه د غويي پر ۱۷مه د ارغستان ولسوالۍ په «پوچي» کلي کې شوې ده. د سرچینو په خبره، دا نجونې د اوبو له یو بنده د اوبو راخیستلو هڅې پرمهال ډوبې شوې دي. سرچینې زیاتوي چې په دې بند کې یوه بله ځوانه نجلۍ هم ډوبه شوې وه؛ خو د سیمې اوسېدونکو له خوا ژغورل شوې ده. د روان کال د وري پر ۲۴مه هم په کندهار کې