د قزاقستان ولسشمر قاسم جومارت توکایف د شانګهای همکاریو سازمان غړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو سره په ناسته کې ویلي چې د افغانستان وضعیت جدي پاملرنې ته اړتیا لري. د ترند خبري اژانس د راپور په حواله، نوموړي سهشبنه د غبرګولي پر لومړۍ ویلي چې له یو انساني ناورین څخه د مخنیوي او اوږدمهالي ټيکاو رامنځته کېدو لپاره د هڅو دوام اړین دی. توکایف اقلیمي بدلون ته د هېوادونو پر ځانګړې پاملرنې ټينګار کړی دی. نوموړي زیاته کړې: «له پېښېدو وړاندې د سملاسي ګامونو له پورته کولو پرته به دا ستونزه زموږ سیاره د نړیوالو طبیعي پېښو په ډراماتیک