په میدانوردک کې ځايي سرچینو د دغه ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د یو سړي د ځانوژنې خبر ورکړی دی. سرچینې وايي چې دغه سړي سهشنبه د کب پر ۱۵مه سهار مهال د جلریز ولسوالۍ په شرفالدین کلي کې ځان یوې څاه ته غورځولی او مړ شوی دی. د دغه کس نوم محمدنسیم ښودل شوی او ۳۸ کلن و. ورته مهال، د محمدنسیم د کورنۍ غړي وايي چې نوموړی پر رواني ناروغۍ اخته شوی و او له همدې کبله یې ځانوژنه کړې ده. په میدانوردک کې طالبانو تر دې دمه څه ویلي نه دي. دا په داسې حال کې