له فارسي او پښتو وروسته اوزبکي په هېواد کې درېیمه ترټولو ډېره کارېدونکې ژبه بلل کېږي. په تېره يوه نيمه پېړۍ کې د دغې ژبې د ودې او بډاينې لپاره پاشلې هڅې چې په کې د نشریو تاسیس، د درسي کتابونو چاپول، د خبري خپرونو او د هېواد په رسمي کاليزه کې د اوزبکې ژبې د ورځې شاملول، ترسره شوې دي. خو د اوزبکي ژبې ويونکي په هېواد کې د دې ژبې د ودې او پراختيا په برخه کې د ښوونیزو او فرهنګي بنسټونو له نهپاملرنې شکايت کوي او وايي چې په تېره یوه نیمه پېړۍ کې دولتونو اوزبکانو