د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې په خوست کې «لونګ» خصوصي راډیو له نجونو سره د ټلیفوني اړیکو او په خپلو برنامو کې د موسیقۍ د استفاده کولو له وجې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې په امر تړل شوې ده. په خوست کې یوه خبریال چې دا موضوع یې له نژدې تعقیب کړې د خبریالانو مرکز ته ویلي چې د «لونګ» راډیو دفتر د چهارشنبې، په ورځ ۱۶ د لړم، د امر بالمعروف ادارې له لوري «مهرولاک» شوی دی. په خوست کې یوې بلې سرچینې ویلي چې «لونګ» راډیو له دې امله تړل شوې چې «له