د طالبانو د رئیسالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لوېدیځو او اروپايي هېوادونو له یو شمېر ډیپلوماټانو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې کابل ته دې سفر وکړي. نوموړي طالب چارواکي یکشنبه د زمري پر ۱۴مه په دوحه کې له یو شمېر ډیپلوماټانو سره لیدنه کړې ده. مولوي کبير د افغانستان لپاره د امريکا، جرمني، بریټانیا، کاناډا، سوېلي کوريا، فرانسې او اسټرالیا د سفارتونو له شارژدافيرانو څخه غوښتي چې په کابل کې دې خپل سفارتونه بېرته پرانيزي. د یادونې ده چې تر اوسه هېڅ هېواد طالب ډله په رسمیت نه ده پېژندلې. یو شمېر لوېدیځ او اروپايي