په بادغیس کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې پلار خپله اووه کلن لور وژلې ده. سرچینې وايي چې دا پېښه سهشنبه د کب پر ۲۹مه د بادغیس مرکز قلعهنو د درېیمې ناحیې په اړوند سیمه کې شوې ده. تورن نظامالدین نومېږي. د سرچینو په خبره، دغه سړي لومړی خپل لور وهلې ټکولې او روسته یې وژلې ده. د دې پېښې انګېزه څرګنده نه ده. ورته مهال په بادغیس کې د طالبانو له منځه یوې سرچینې ته د دې پېښې پخلی کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې پروسږکال د فاریاب په بلچراغ ولسوالۍ کې