په غور کې سیمهییزې سرچینې وایي چې ناپېژاندو وسلهوالو په دغه ولایت کې یو سړی وژلی دی. سرچینې ته منلې چې دا پېښه دوشنبهسهار د وري پر ۶مه د فیروزکوه ښار ختیځ ته په «پوزهلیچ» سیمه کې شوې ده. دا کس جانمحمد نومېده او ناپېژانده وسلهوال يې تر وژلو وروسته له سيمې تښتېدلي دي. تر اوسه د یاد سړي د وژنې لامل نه دی څرګند. طالبانو هم تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي. په دې وروستیو کې مرموزې وژنې د بل هر وخت په پرتله زیاتې شوې دي. د خپاره شويو رپوټونو پر بنسټ، په تېره یوه