په کابل کې د ایران پخواني سفیر محمدرضا بهرامي ویلي چې په افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسیا کې افراطي ډلو ترمنځ تعامل د ژبنیو، توکمیزو پیوندونو او نورو مناسباتو له کبله پېچلې بڼه خپله کړې ده. بهرامي شنبه د وري پر ۱۱مه په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې د قدرتونو په سیالۍ کې د دغو افراطي ډلو د کارولو امکان د افراط پدېدې له دوام سره مرسته کوي. نوموړي زیاته کړې: «د سیالۍ په دې ډګر کې دا ډلې د قدرت له مخې تعریف کېږي نه د ایډیالوژۍ پر بنسټ.» نوموړي د کومو ځانګړو ډلو نوم نه دی یاد