په بلخ کې ځايي طالب چارواکو ویلي چې په یو کور کې د چاودنې له کبله یو کس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی. په بلخ کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویلي چې دا چاودنه سهشنبه د وري پر ۱۴مه د دهدادي ولسوالۍ په همدرد ښارګوټي کې شوې ده. د یادې قوماندانۍ په خبره، چاودنه هغه مهال وشوه چې د داعش غړي په یو کور کې د ماین پر جوړولو بوخت و. نوموړې قوماندانۍ زیاته کړې چې وژل شوی او ټپي شوی دواړه د دغه ولایت د کشنده ولسوالۍ اوسېدونکي و. په پېښه کې ټپي شوی کس