د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مککال د طالبانو په بندخونه کې د دغه هېواد د یو وګړي راین کوربېټ زنداني کېدو ته په اشارې وايي چې دغې ډلې د افغانانو سربېره پر امریکايي کورنیو هم «درد او وحشت» تحمیل کړی دی. مککال دا خبره دوشنبه د وري پر ۲۰مه د امریکا په استازو جرګې کې د وینا پر مهال کړې ده. هغه زیاته کړې ده: «له افغانستانه د امریکا فاجعهلرونکي وتلو پایلې د وړاندوینې وړ وې. لکه څنګه چې طالبان په سیمه کې وحشت کوي او د افغانستان خلک یې وحشتځپلي کړي دي،