په کندهار کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یو زلموټي ځانوژنه کړې ده. دا پېښه چهارشنبه د وري پر ۲۹مه د کندهار په سپینبولدک ولسوالۍ کې شوې ده. دا هلک سېد احمد نومېده او ۱۴ کلن و. د سرچینو په خبره، سېد احمد د اقتصادي ستونزو له کبله ځان وژلی دی. نوموړي له خپل پلاره پيسې غوښتې وې؛ خو هغه ورکړې نه دي چې له همدې کبله یې پر ځانوژنې لاس پورې کړی دی. په کندهار کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ هم د دې پېښې پخلی کړی او زیاته کړی ده چې نوموړي له خپل پلار