د راپورونو په حواله، د ترکیې په شماللویدیځ ادیرنه ولایت کې د یوې میاشتې په لړ کې یو زر او ۹۶ ناقانونه کډوال نیول شوي چې ډېری یې افغانان او پاکستانیان دي. اناتولي خبري اژانس سهشنبه د غويي پر ۴مه راپور ورکړی چې دا کسان د ترکیې ژاندارمري ځواکونو نیولي دي. په راپور کې راغلي چې د دغو کسانو له ډلې ډیری یې افغانان او پاکستانیان دي او تر قانوني پړاونو وروسته د ادیرنې د کډوالو ادارې ته لېږل شوي دي. د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته ډېری کسان په ځانګړي ډول ځوانان