د رویا سادات له خوا «د سولې تیره څنډه» جوړ شوی نوی مستند د ۲۰۲۰ په اګست کې د تېر حکومت د پارلمان غړې او د ښځو حقونو پر فعالې فوزیه کوفي د وسلهوال برید له یوې ځورونکې شېبې سره پیلېږي. رویټرز خبري اژانس شنبه د غويي پر ۸مه راپور ورکړی چې دا فلم د کاناډا «هاټ ډاک» مستند په فیستیوال کې چې د روان کال د مۍ تر ۵مې به دوام وکړي، نندارې ته وړاندې کېږي. دا ۹۵ دقیقې فلم چې د رویا سادات له خوا جوړ شوی، په افغانستان کې د هغو ښځینه رهبرانو زړورتیا ښیي چې