د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د دغه هېواد بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو ولسمشر پوتین ته وړاندیز کړی چې طالبان د دغه هېواد د ترهګرو ډلو له نوملړه وباسي. کابلوف دوشنبه د غبرګولي پر ۷مه ټاس خبري اژانس ته ویلي چې له دغې چارې د روسیې ځینو دولتي بنسټونو ملاتړ کړی دی. د نوموړي په وینا، طالبانو د بیاځل واکمنېدو راهیسې د رسمیت پېژندنې پر لور اوږده لار کچ کړې؛ خو زیاته کړې ده: «لا هم ځيني خنډونه شته، باید پرې برلاسي شو او وروسته به د روسیې مشرتابه پرېکړه وکړي.» د یادونې