افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د تعلیمي، روغتیایي او خوندیتابه پروګرامونو له لارې د افغانستان د ماشومانو ملاتړ ته ژمن دي. نن د نومبر ۳۰مه نېټه چې د لړم له ۳مې سره برابره ده، د ماشوم نړیوالې ورځې سره سمون لري. اروپايي ټولنې ایکس کې پر خپله پاڼه په یوه پیغام کې لیکلي، چې ماشومان د افغانستان راتلونکی دي. د دې ټولنې دفتر زیاته کړې چې د افغانستان له خلکو، په ځانګړي ډول له ماشومانو او میندو سره په کلکه ولاړ دي. افغانستان د ماشومانو لپاره له ناامنترینو