په دې وروستیو کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له یو شمېر هغو افغانانو سره چې له اروپا څخه د علمي او فرهنګي کارکوونکو په نوم کابل ته راغلي وو، وویل چې نړۍ باید دا حقیقت ومني او دې ته عادت شي چې افغانستان یو خپلواک هیود دی. نوموړي همدا راز زیاته کړې، چې طالبان غواړي له نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکه ونیسي او د افغان ماشومانو د زده کړې مسله په طالبانو پورې اړه لري او طالبان پخپله د دې لپاره زمینه برابروي. حقاني په داسې حال کې چې طالبان د