پرون د غویي ۲۶نېټه د کورنۍ نړیواله ورځ وه. له ۱۹۹۴ کال راهیسې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې هر کال دا ورځ د کورنۍ د نړیوالې ورځې په توګه اعلان کړې او لمانځي. د کورنۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت، زه غواړم دلته یو څو ټکي په ګوته کړم: د کورنۍ اهمیت کورنۍ د بشري ټولنو یو له بنسټیزو ستنو څخه دی او لومړنی ټولنیز بنسټ دی چې خورا مهم دی. د کورنۍ ترټولو مهمې دندې په لاندې ډول دي: د خوندیتوب احساس رامنځته کول: خلک د خپلې کورنۍ سره په ژوند کولو سره له یوازیتوب څخه خلاصیږي او