په افغانستان کې د طالبانو له بېرته واک ته له رسېدو درې کاله وروسته، د دغه هېواد اقتصادی وضعیت مخ په زیاتېدونکی ډول بحرانی شوی دی. د نړیوال بانک د معلوماتو پر بنسټ د فرانسې وروستی راپورونه ښیی چې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو تر مینځ د افغانستان ناخالص کورنی تولید ۲۶ سلنه راټیټ شوی دی. دغه ژور کمښت، د راتلونکی اقتصادی ودې لپاره د منفی اټکلونو سره یوځای، د افغانستان خلکو لپاره یو ستونزمن حالت رامنځته کړی دی. د راپورونو له مخې، تمه کیږی چې په راتلونکو دریو کلونو کې به د افغانستان اقتصادی وده صفر ته ورسیږی.