د پښتنو د اصل او نسب په باره کی د ډیر پخوا څخه ډول ډول روایات او نظریات څرګند سوي دي څو چی د نولسمی پیړۍ معروف مستشرق او پښتو پیژندونکي ( هنری راورټی ) داسی وویل : « د هیڅ قوم د اصل او نسب په باره کی د نظریو اختلاف دومره زیات نه دی ، لکه د پښتنو د اصل او نسب په باره کی چی دی . » چا پښتانه د هغوی د خپل عنعنوی روایت په اساس بنی اسراییل بللي او چا بیا قبطیان ( فرعوني لړۍ ) ګڼلي دي . چا په مغولو ور