روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۵۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۵۳

توماس وېسټ او د یوناما مرستیال د افغانستان په هکله خبرې وکړې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ په افغانستان کې د یوناما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو له همغږي کوونکي اینډریکا راتواته سره د لیدنې خبر ورکړی دی.

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ په افغانستان کې د یوناما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو له همغږي کوونکي اینډریکا راتواته سره د لیدنې خبر ورکړی دی.

وېسټ د سې‌شنبې شپه، د لیندۍ په ۲۸مه په اېکس پاڼه کې لیکلي چې دوی د افغان کډوالو د ملاتړ، په افغانستان کې د بشري او اقتصادي وضعیت په هکله خبرې اترې کړې دي.

توماس وېسټ په افغانستان کې په دغو برخو کې له یوناما سره د واشنګټن د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تر دې وړاندې متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، قطر او پاکستان ته هم سفرونه ګکړي وو.

وېسټ په سعودي عربستان کې د افغانستان لپاره د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخت سره د اقتصادي ننګونو، د افغان کډوالو ملاتړ او د بشري حقونو په ځانګړي ډول د افغان ښځو او نجونو په اړه خبرې کړې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x