روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۲۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۲۵

د چمن پرلت دوه میاشتې وشوې خو لا هم د پاکستان حکومت د پرلت غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د پاکستان له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې د پیل شوي پرلت پرون دوشنبه د (لیندۍ ۲۷مه) دوه میاشتې پوره شوې.پرلت وهونکي وايي، د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ او ویزه تګ راتګ نه مني.د سوېلي پښتونخوا د چمن ښار زرګونو اوسېدونکو د اکټوبر میاشتې په شلمه نیټه د پاکستان د هغې پرېکړې پر ضد پرلت وواهه چې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه دې تګ راتګ په پاسپورټ او ویزه وشي.

د پاکستان له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې د پیل شوي پرلت پرون دوشنبه د (لیندۍ ۲۷مه) دوه میاشتې پوره شوې.

پرلت وهونکي وايي، د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ او ویزه تګ راتګ نه مني.

د سوېلي پښتونخوا د چمن ښار زرګونو اوسېدونکو د اکټوبر میاشتې په شلمه نیټه د پاکستان د هغې پرېکړې پر ضد پرلت وواهه چې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه دې تګ راتګ په پاسپورټ او ویزه وشي.

دغو پرلت وهونکو د اعتراضونو له بېلابېلو لارو چارو څخه کار واخیست چې پاکستان یې غوښتنه ومني.

د پرلت وهونکو په ملاتړ لومړی د سوېلي پښتونخوا کې سلګونه ماشومانو د کفنونو اغوستلو سره لاریون وکړ خو د پاکستان حکومت یې په وړاندې بې ځوابه پاتې شو.

د چمن پرلت غړی حافظ عبدالخالق وايي، موږ د خپلې پیل شوې مبارزې څخه نه په شا کیږو. «ماشومان مو په سپینو کفنونه کې ورته را وایستل د خپل حق غوښتنې لپاره مو سالمه مبارزه پیل کړې ده، خو د پاکستان ظالم حکومت زړه سوی نه لري او د زرګونو خلکو د روزګار ادرس یې بند کړی دی.»

د یادو پرلت وهونکو په ملاتړ تېره اونۍ په یوه بې ساري اقدام سره د سوېلي پښتونخوا سلګونو معلولانو لاریون تر سره کړ.

لاریون کونکو د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ او ویزې د جبري کېدو پر ضد شعارونه ورکول او د پاکستان له حکومته یې غوښتنه کوله چې خپله پرېکړه بدله کړي.

د چمن لغړي اتحاد مشر او د پرلت سرلاری غوث الله وايي، ماشومان، معلولان او د لوړ عمر لرونکو کسانو له لوري د لاریونونو او اعتراضونو وروسته بیا هم د پاکستان حکومت زموږ غوښتونو ته مثبت ځواب نه دی ویلی او د پاسپورټ په اړه د پاکستان خپلسرې پرېکړې پر ضد به مزاحمت همداسې روان ساتي. «د پاکستان له حکومته موږ ښکاره غوښتنه لرو هغه دا چې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه پاسپورټ نه منو. او موږ خپل له دې غوښتنې نه په شا کیږو. دوه کاله مخکې هم د پاکستان د دغه ډول پرېکړي پر ضد موږ د پاکستان له حکومت سره اخ و ډب وکړ ملګري مو مړه او ټپیان شول، دا ځل هم که د چمن اوسیدونکي مړه کیږي خو د پاکستان یادې پرېکړې ته به غاړه کېنږدو.»

د بلوچستان ایالت ځايي سیاسي ګوندونو او د پښتون ژغورنې غورځنګ هم له دغه پرلت څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او د پرلت په ملاتړ یې د پاکستان په بیلابیلو سیمو کې لاریونونه ترسره کړي.

خو د دغو ټولو اعتراضونو سر بیره هم د پاکستان حکومت د پرلت غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ او ویزه په جبري کېدو سره د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د زرګونو کسانو کاروبار زیانمن شوی او زرګونه کسان وزګاره شوي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x