روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۴۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۴۸

په امریکا او اروپا کې د منظور پښتین د بندي کېدو په غبرګون کې لاریونونه وشول

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په امریکا او اروپا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د پاکستان حکومت له لوري د یاد غورځنګ د مشر منظور پښتین بندي کېدو، د چمن پرلت د غوښتنو نه منل کېدو، له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستلو په غبرګون او په پاکستان کې د بلوڅانو د پرلت په ملاتړ لاریونونه وکړل.دغه لاریونونه د یک شنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۶مه) د امریکا په ټکساس ایالت، په ایټالیا او پاریس کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو او پلویانو له لوري تر سره شول.

په امریکا او اروپا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د پاکستان حکومت له لوري د یاد غورځنګ د مشر منظور پښتین بندي کېدو، د چمن پرلت د غوښتنو نه منل کېدو، له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستلو په غبرګون او په پاکستان کې د بلوڅانو د پرلت په ملاتړ لاریونونه وکړل.

دغه لاریونونه د یک شنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۶مه) د امریکا په ټکساس ایالت، په ایټالیا او پاریس کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو او پلویانو له لوري تر سره شول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، په پاکستان او د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې به یې اعتراضي لاریونونه تر هغه وخته روان وي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین له بنده نه وي خوشي شوی او همدارنګه په چمن کې د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې د روان پرلت او په بلوچستان کې د بلوڅانو د پرلت غوښتنې نه وي منل شوې.

دغو لاریون کوونکو د پښتون ژغورنې د مشر منظور پښتین انځورونه او د افغانستان ملي بیرغ له ځان سره لیږدول او د پاکستان پر ضد یې شعارونه ورکول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی عبدالله احسان وايي: «د غورځنګ غوښتنې معلومې دي او موږ په اروپايي هیوادونو او امریکا کې د لاریونونو غوښتنې هم څرګندې دي موږ غواړو نړیوالو ته وښیو چې د پاکستان حکومت د پښتنو او بلوڅو ضد پالیسي مخ ته وړي او دوی د غورځنګ هغه غړي بندیانوي چې د پښتنو او بلوڅو د حق غوښتنو په دفاع غږ پورته کوي.»

د پاکستان له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښو غړو د نیولو، له پاکستان په زور د افغان کډوالو د اېستلو په غبرګون، د چمن او بلوڅو د پرلتونو په ملاتړ په پاکستان کې هم لاریونونه روان دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x