د امام شافعي رح ښه ذوق
سره له دې چې د امام شافعي د مناقب په اړه څه د پاسه ۴۰ ټوکه کتابونه لیکل شوي دي. او د بغداد په تاریخ خطیب البغدادي د خپل ژوند لیک په پای کې وایې:
که موږ د شافعي مناقب په بشپړه توګه تشریح کړو ، د کتاب څو ټوکونه خپل ځان سره لري هغه ژمنه وکړه چې په دې اړه به یو خپلواک کتاب ولیکې خو موږ ته په واک کې نشته خو د هغه په اړه موجوده کتابونو د هغه فیشن په تفصیل سره نه دی بیان کړی.
ښایې د شافیعي لنډ ژوند په دې برخه کې رول ولري د مالک او ابو حنیفه په خلاف چې ډیر ژوند یې کړي وه او پیسې او شتمنۍ یې کارولې او د دوی فیشني جامې په تفصیل سره روایت شوي دي.
د هغه ځانګړتیاوو په اړه ویلې : هغه لوړه ونه ، ښه اخلاق ، خلکو ته نژدی ، جامې پاکې ، فصیح ، هوښیار او ښه کارکوونکی وه.
کله چې د شافعي زده کوونکی سلمان مرادي (مړینه ۲۷۰) څخه د هغه د جامو په اړه پوښتنه وشوه هغه ځواب ورکړ : د هغه جامې بیه متوسط وې ګرانې جامې یې نه وې اغوستی هغه د بغدادي کتان او مالوچ اغوستل. ځینې وخت هغه لنډه خولۍ اوځینې وخت لنګۍ او موزه اغوستل .
د عطرو د شوق په اړه ، امام بیهقي (مړینه ۴۵۸ هجري ) په مناقب الشافعي کې د هغه له لمسې څخه روایت کړی دی: زما مور وویل : پلار مې د عطرو د بوی له امله د ګلاب ګل نه کاروه او ویلی چې د د هغه بوی نشه ته ورته دی.
په تدریب المدارک کې عیاض په د ډول ذکر کړی دی : شافعي دعطرو بوی ورکوه. د هغه غلام به هره ورځ یو ستون چې جومات کې وه عمرو بن عاص د هغه څنګ کې کیناسته او زده کوونکو ته یې سبق ورکوه له عطر څخه یې کار اخیست.
او موږ ته د هغه ګوتمۍ په اړه هم نقل کړی لکه سنګه چې ابن ابي حاتم رازي (مړینه ۳۲۷) په کتاب اداب الشافعي او مناقبه کې نقل کړی دی : خدای د محمد بن ادریس شافعي شا او پناه دی .
قاضي عیاض په خپل تدریب المدارک کې د شافعي د خوړو مینو چې موږ یې د اوسني عصر یو له نوښتونو پیژنو کیسه داسې ده کله چې شافعې په عراق د هغه یو معتبر زده کوونکی ابن علي الزعفراني (مړینه ۲۶۰) ته لاړ ابن زعفراني خپله لونځې راوغوښت خپل ورځنې د خواړه مینو ورکړه خو هغه مینو یا د خوړه لیست ورکړه خو هغه په خوړو کې هغه خواړه را نه وړل نو زعفراني غوصه شو خو کله چې خوړو ته ولیدل د شافعي لیک په هغه کې ولید نو ډیر خوشحاله شو او لونځې ازاد کړ.
په پراخه کچه سخاوت:
د امام مالک او امام ابو حنیفه په څیر د سوداګړۍ له چاپریال څخه نه وه بلکه د یتیم په څیر ژوند کوه او له فقر سره عادت وه.
هغه به ویل زه له فقر سره دومره عادت شوي یم چې نه ډاریدم زه هیڅ کله فقر څخه نه ډاریږم ما ډیر وخت اوبه او اوړه خوړل بیهقي روایت کړی دی هغه یو عقید ه درلود چې دنیا پالنه یو عذاب دی چې خدا ج یې توحید کوونکو ته سزا ورکوي.
د هغه یو زده کوونکی څخه روایت شوي ابو ثور (مړینه ۲۴۶) ما له هغه څخه و غوښتل چې مکه ته راستون شي هغه دومره بخښونکی وه چې ملکیت ته یې نه کتل ما ورته ویل چې مکه کې ځمکه واخلي خپل ځان او اولادونو لپاره هغه لاړ بیرته راغی او وویل چې ما مکه کې ځمکه پیدا نکړه ټوله وقف شوي وه یوه ځمکه چې منا کې ده ما کور جوړ کړ ترڅو چې زموږ ملګري حج لپاره راځي هلته پاتي شي .
دلته ښکاره شو چې امام شافعې ډیر سخا سړۍ وه چې په هرځای کې د دې د سخاوت نقل کیږي چې په بیلګه توګه څو روایتونه مو دلته واخیست.
د امام حنبل ساده جامــــــــــــــــــــــــــې
امام احمد بن حنبل د جامو اغوستل د خپل استاد امام شافعې سره ورته وه دوی دواړه پرهیزګارۍ له امله بریالي شوي او د بیوزلو کورنیو سره ټړاو لري .
له همدي امله ابن جوزي (مړینه ۵۹۷) په خپل کتاب مناقب الامام احمد کې وايې: د احمد بن حنبل جامې په دوه ډوله وې .
د هغه د کوټ قیمت ۱۵ درهمه او د کمیس قیمت کابو ۱ دینار وه .
د هغه جامې نه نرمې وې نه نازکې او نه خرابې هم نه وې د هغه کوټ پورتنۍ څنډه حاشیه داره وه. په یو روایت کې راغلي د هغه جامې داسې نه وې ټول مالچ وه .
د امام احمد د جامو د ښکلو او د ښایسته کیدو خبره د ابن جوزي د هغو جامو د ډولونو په بیانولو کې پاتې نه دی راغې. چې په بیلابیلو موسومونو کې په بدن کې به یې لیدل کیدل.
په ژمې که به یې دوه کمیسونه اغوستل د کمیسونو منځ کې به یې نقشونه ښکاره کیدل او کله کله به یې یوه خولۍ او تور جامې اغوستی وه او کله نا کله خپل ملګري به یې د جامو په اغوستلو کې یې حران کړي ول.
ابوعمران اللورکاني (مړینه ۲۲۸) دا جامې څه شی دی؟
امام احمد وخندل او ویې ویل : ای ابو عمران زه د یخنۍ په وړاندې مقامت طاقت نه شم کولی . د امام د لمسې زهیربن صالح (مړینه ۳۰۳) څخه روایت دی : زما پلار زما نیکه احمد ولید چې د مالوچو خولۍ یې اغوستی وه چې خپله یې ګنډلې وه شپې چې تر سهار به ناست وه هغه به یې اغوستله عبدالملک میموني
(مړینه ۲۷۴ ) ویلی: ما پرته له امام احمد څخه بل څوک پاکې جامو او سپینو جامو کې نه دې لیدلې . د ځینو مستشرقینو لکه د آلماني فرانز روزنتال (۲۰۰۳) په خپل کتاب د مسلمانانو تاریخ د مسلمانانو ژوند لیکونه په اړه لیکی دی.
د ذکر شوي امامانو په ژوند کې دې تاریخي لیدنې موږ ته په ډاګه کړه چې دوی د خپلو لارویانو په منځ کې څومره مقام ترلاسه کړی دی.
په د توګه د دوی د ورځنې کار څرګندونې د پوهې تر لاسه کولو په لاره کې د دوی د ورځنې پلانونو یوه نه بیلیدونکی برخه شوه .