روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۵۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۵۹

بشري حقونو نړیواله ورځ؛ رینا امیري د طالبانو له بنده د ښځینه فعالانو خوشې کېدو غوښتنه وکړه

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا استازې د ډسمبر لسمه د بشري حقونو نړیوالې ورځې د را رسېدو په درشل کې د طالبانو له بنده د ښځینه فعالانو د خوشې کیدو غوښتنه وکړه. رينا اميري وويل، چې ژولیا پارسي، منیژه صديقي، ندا پرواني او پریسا ازاده بايد د سزا پر ځاى وهڅول شي.

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا استازې د ډسمبر لسمه د بشري حقونو نړیوالې ورځې د را رسېدو په درشل کې د طالبانو له بنده د ښځینه فعالانو د خوشې کیدو غوښتنه وکړه.

رينا اميري وويل، چې ژولیا پارسي، منیژه صديقي، ندا پرواني او پریسا ازاده بايد د سزا پر ځاى وهڅول شي.

نوموړې په اېکس پاڼه لیکلي چې دا ښځې «یوازې د افغانانو له حقونو څخه په زړورتیا د دفاع په خاطر» نیول شوې دي.

اغلې امیري مخکې هم ویلي و چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو توپیري چلند په نړۍ کې د بشري حقونو تر ټولو ناوړه سرغړونې دي.

هغې ویلي و چې د افغان ښځو او نجونو په ځپلو کې ښکیل کسان باید ځواب ورکولو ته مجبور کړای شي.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په څه د پاسه دوو کلونو کې په دوامداره توګه پر دوی نیوکه کونکي په ځانګړې توګه ښځینه اعتراض کونکې نیولې دي.

په تېرو دوو کلونو کې دغې ډلې پر ښځو د ژوند په بېلابېلو برخو کې پراخ بندیزونه لګولي چې د دوی بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

د یادونې ده چې، معترضې ښځې د طالبانو د ځپونکو سیاستونو پر وړاندې وخت ناوخته واټونو ته د لاریونونو په موخه وتلي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x